د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونېسیف: د تېر کال تر پایه ۷،۷ مېلېونه افغانان کډوال شوي دي


په کراچۍ کې مېشت افغانان د کډوالۍ کارډونه ښیې ـ پخواانی انځور.
په کراچۍ کې مېشت افغانان د کډوالۍ کارډونه ښیې ـ پخواانی انځور.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسیف وايي، د ۲۰۲۳ کال ترپایه تر اوه نیم مېلېونه زیاتو افغانانو په ګاونډیو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.

په تېرو څو کلونو کې مېلېونونه افغانان د بحران د دوام له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي او ګاونډیو هېوادنو ته یې مخه کړې ده.

یونېسیف د فبروري ۲۳مه په یوه تازه راپور کې، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو نوي ارقام خپاره کړل او ویې ویل چې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې۷،۷ میلیون افغانانو په پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې پناه اخیستې ده.

د دې راپور له مخې د افغانستان په بل ګاونډي هېواد ترکمنستان کې د افغانانو د پناه اخیستو په اړه رسمي ارقام نه شته.

راپور زیاتوی چې په په هغو کسانو کې زیاترو، په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب د نه شتون له کبله له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره یادونه کوي چې ډېرې افغانان پاکستان او ایران ته کډه شوي دي، په داسې حال کې چې په دې دوو هېوادونو د بې اسناده افغانانو د ایستولو بهیر چټک کړی دی.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له میاشتې د بې سنده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او تر اوسه یې شاوخوا پینځه لاکه افغانان په جبري ډول خپل هېواد ته استولي دي.

د ملګرو شمېرو له مخې، افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي اسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي چې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي. د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لاکه دی.

XS
SM
MD
LG