د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ د اوربند لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي بریټ مکګرک له اسراییلیو مشرانو او د هغو کسانو له کورنیو سره لیدلي چې حماس ډلې یرغمل کړي دي.
جان کربي وویل چې له مکګرک څخه له ترلاسه کړیو لومړنیو نښو څرګندېږي چې بحثونه ښه روان دي.
د پرمختګ دا نوې نښې په داسې وخت کې ښکاره شوې دي چې تمه ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه او ۲۵مه په پارس کې د امریکا، مصر او قطر چارواکو ترمینځ په دې اړه خبرې اترې وشي.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.
اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۸،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.