د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلیو ځواکونو په غزه کې پر تر ټولو لوی او فعال روغتون بريد کړی دی


په غزه کې پر ناصر روغتون د اسراييلو تر بمبارۍ وروسته خلک د هغه روغتون کتنه کوي ـ پخوانی انځور
په غزه کې پر ناصر روغتون د اسراييلو تر بمبارۍ وروسته خلک د هغه روغتون کتنه کوي ـ پخوانی انځور

اسراییلیو ځواکونو ویلي دي چې پرون یې په غزه کې پر تر ټولو لوی او فعال روغتون بريد کړی دی.

د پېښې په ویډیوګانو کې ښکاري چې په روغتون کې ګډوډي ده، د خلکو چيغې او ډزې اورېدل کېږي او تیاره دهلېزونه یې له ګرد او لوګي ډک دي.

اسراییلي پوځ پر ناصر روغتون برید "دقیق او محدود" بللی دی او ویلي یې دي چې معلومات یې ترلاسه کړي ول چې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، وسلوال په ودانۍ کې پټ ول او یرغمل کسان یې پکې ساتل. خو حماس د اسراییلي پوځ دا دعوه درواغ بللې ده.

اسراييليو ځواکونو تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې پر ناصر روغتون بمباري کړې وه.

اسراييلیو ځواکونو په غزه کې د اکتوبر تر اوومې وروسته هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل. پر هغه ورځ، وسلوالې ډلې حماس د اسراییلو پر جنوبي سیمو بریدونه وکړل، ۱،۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۸،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG