د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف غړو او پلویانو پېښور کې پرلت وهلی دی


د تحریک انصاف غړو او پلویانو پېښور کې پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:28 0:00

په پېښور کې د تحریک انصاف دوو نوماندانو او ګڼو پلویانو د فقیر اباد تاڼې مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی او دعوه کوي چې انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا د دوو صوبايي اسمبلیو څوکیو د ټاکنو پایلې بدلې کړې دي. په پرلت کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ نوماندان هم ناست دي. کمېشن لا د هغوی احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د څانګې ویاند محمد سهېل د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې کومو نوماندانو چې ورته شکایتونه وروړي ول، هغه یې حل کړي دي. سهېل او د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا وايي چې په هېواد کې انتخابات پوره شفاف او منصفانه ول. په همدې حال کې د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز ویلي دي چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای. موږ د تحریک انصاف پرلت پر مهال د هغه ګوند له سیاستوال کامران بنګښ سره ویډيويي مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG