د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش وايي، د هغه سازمان له هر هغه کارکوونکي سره به حساب کېږي چې "د ترهګرۍ په فعاليتونو کې لاس" ولري.
د رويټرز خبري اژانس له مخې، ګوتېرېش د جنورۍ پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې له ۱۲ تورنو کارکوونکو څخه یې نهه له دندو لیرې کړي، يو مړ شوی او د دوو د پېژندګلوۍ په اړه کار روان دی.
هغه زیاته کړې چې هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو له ادارو سره په داسې وخت کې مالي مرستې بندې نه کړي چې په فلسطين کې ډېر خلک مرستو ته ضرورت لري.
رويټرز خبري اژانس ويلي چې د ملګرو ملتونو د مرستو پر تنظيموونکې ادارې (يو اېن ار ډبلیو اې) تور دی چې ځينو کارکوونکو یې پر اسرایيلو د اکتوبر د اوومې په حمله کې لاس درلود. له همدې امله امريکا، کاناډا، اسټراليا او ځينو نورو هېوادونو هغې ادارې ته د پيسو ورکول درولي دي.
د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، په برید کې ۱،۲۰۰ کسان ووژل شول چې ډېری یې ولسي وګړي ول. وسلوالو داراز شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل هم کړل چې ځینې یې وروسته د یو جوړجاړي له مخې خوشې شول.
اسراییل د حماس د برید په غبرګون کې سخته پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه یې په جګړه کې تر ۲۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۳،۰۰۰ ژوبل شوي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.