د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ۹ لکه ماشومان مزدوري کوي


په پېښور کې یو ماشوم ترکاڼي یا نجاري کوي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې یو ماشوم ترکاڼي یا نجاري کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مزدورانو او کارګرانو چارو وزارت وایي، په هغه صوبه کې نهه لکه ماشومان مزدوري کوي.

وزارت د جنورۍ پر ۲۵مه د خپلې سروې لومړی راپور خپور کړی دی چې پکې راغلي دي چې د قبایلي ضلعو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې ټول اته مېلېونه ماشومان دي چې ورڅخه یې نهه لکه ماشومان کار کوي.

وزارت وايي، د هغو له جملې له څلورو کلونو څخه تر ۱۷ کلونو پورې عمر لرونکي اووه لکه ماشومان شاقه یا سخته مزدوري کوي او په سختو شرایطو کې کار ته اړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې هر کال په سکولونو، کارځايونو او کورونو کې دننه او بهر پر ماشومانو د تشدد او د هغوی د ځورونې ګڼې پېښې ثبتېږي.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ماشومانو شاقه یا سخت کار منع دی. ملګرو ملتونو په ۱۹۸۹ز کال د ماشومانو د حقونو کنوېونشن منظور کړ چې پکې پر غړو هېوادونو غږ شوی دی چې د ماشومانو د هوساینې او د هغوی د حقونو خوندیتوب قوانین جوړ کړي.

په خیبر پښتونخوا کې په ۲۰۱۰ز کال کې د ماشومانو د خوندیتوب او ښېګړې قانون جوړ شوی چې له مخې یې حکومت پابند دی چې په هره ضلع کې د ماشومانو خوندي ساتلو کمېټي جوړه کړي چې د ۲۰۲۳ز کال تر اکتوبر پورې د صوبې په یوازې ۱۲ ضلعو کې جوړې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG