د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د ماشومانو د خوندیتوب کمېټي جوړه شوې


 په پاکستان کې وخت په وخت پر ماشومانو د تشدد پر ضد مظاهرې شوې دي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې وخت په وخت پر ماشومانو د تشدد پر ضد مظاهرې شوې دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې هلته يې د ماشومانو د ساتنې لپاره (چایلډ پروټېکشن کمېټي) جوړه کړې ده.

د اکتوبر پر ۱۰مه د خيبر د انتظامي مشر دفتر مشال راډيو ته په استولې اعلاميه کې ویلي دي چې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو کې تر ورګډېدو وروسته په لومړي ځل په هغه ضلع کې د ماشومانو د ساتنې لپاره کمېټي جوړه شوې ده.

د چارواکو په وينا، کمېټي به هره میاشت غونډه کوي، په هغه ضلع کې به پر ماشومانو د تشدد او د هغوی د ځورونې د پېښو نوټس اخلي او د مخنیوي لپاره به یې لارې چارې سنجوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په سکولونو، کارځايونو او کورونو کې دننه او بهر پر ماشومانو د تشدد او د هغوی د ځورونې ګڼې پېښې ثبتېږي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې ساحل په اګست مياشت کې په يو رپورټ کې ویلي چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۳ز کال له جنورۍ تر جون مياشت پورې په اوسط ډول هره ورځ ۱۲ ماشومان په جنسي توګه ځورول شوي او د زیاترو ماشومانو عمرونه له شپږو څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي.

XS
SM
MD
LG