د امريکا مرکزي قومندانۍ ويلي چې ځواکونو يې په عراق کې د ایران پلویو وسلوالو پر درې ځایونو حملې کړې دي.
مرکزي قومندانۍ پر اېکس، چې پخوا ټوېټره نومېده، ليکلي چې امریکايي ځواکونو په عراق کې د ایران پلوې ډلې کتایب حزب الله او له تهران سره د تړلو نورو ډلو تر استعمال لاندې پر درو ځایونو یو اړخیزه هوايي بریدونه کړي دي.
بیان کاږي چې بریدونه د کتایب حزب الله پر مرکز، زېرمتون او د راکټونونو او توغندیو پر روزنځای شوي دي.
بیان زیاتوي چې بمباري یې د هغې ډلې له لوري په وروستیو کې د عراق پر الاسد هوايي مرکز د برید په ګډون د نورو حملو په غبرګون کې کړې ده.
د جنورۍ پر ۲۰مه ماښام مهال پر هوايي اډه د بیلېسټېک توغندیو په برید کې د یو عراقي په ګډون یوشمېر امریکايي کارمندان ژوبل شوي ول.
د عراق په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲،۵۰۰ امریکايي سرتېري پراته دي چې هلته له حکومتي ځواکونو سره د امنیت په ساتلو کې مرسته کوي.
په وروستیو کې ایران پلویو وسلوالو په غزې تړانګه کې د اسراییلي پوځ د عملیاتو په غبرګون کې په عراق او شام کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه زیات کړي دي.
له دې پرته ایراني حکومت د جنورۍ پر ۱۵مه په سوریه (شام) او عراق کې د توغندیو د بریدونو خبر هم ورکړی وو.
ایرانیو رسنیو ويلي ول چې په هغو بریدونو کې په شام کې د اسريیلو استخباراتي دفتر په نښه شوی او په شام کې د داعش مرکزونه ویشتل شوي دي.
عراقیو چارواکو د استخباراتي مرکز شتون بې بنیاده ادعا بللې وه او احتجاجاً یې خپل سفیر له تهرانه ورغوښتی وو.