د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډلې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه


د پاکستان بابر اعظم د جنورۍ ۱۴مې په سیالۍ کې ۶۶ منډې جوړې کړې.
د پاکستان بابر اعظم د جنورۍ ۱۴مې په سیالۍ کې ۶۶ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړې ده.

د جنورۍ پر ۱۴مه د نیو زیلینډ د همېلټن په سېډان پارک لوبغالي کې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه یې وکړه.

د نیو زیلنډۍ لوبډلې لومړیو دواړو بیټرانو ښه توپوهنه وکړه او ډېوېډ کانوې په شپږم اوور کې تر ۲۰ منډو کولو وروسته وسوځېد. تر دې پس فېن ایلن او کېن وېلییمسن بیټېنګ ته دوام ورکړ. ایلن ۷۴ منډې وکړې او وسوځېد. د هغې لوبډلې مېچل سیټنر ۲۵ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې.

د پاکستان حارث رووف درې، عباس اپرېدي دوه او عامر جمال او اسامه میر یو، یو نیو زیلینډی لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د پاکستان صایم ایوب او محمد رضوان ژر وسوځېدل چې له وجې یې لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه، خو بابر اعظم او فخر زمان توپوهنې ته دوام ورکړ. اعظم ۶۶ او زمان ۵۰ منډې وکړې.

د زمان تر سوځېدو وروسته پاکستان درې لوبغاړي ژر وبایلل خو بابر اعظم بیټېنګ ته دوام ورکړ. البته د نوموړي له سوځېدو سره سم پاکستانیو بیټرانو ښه لوبه و نه کړای شوه او ټوله لوبډله یې په ۲۰م اوور کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده.

د نیو زیلینډ ایډم مېلن څلور، او بېن سییرز، ټېم ساودي او ایش سودي دوه، دوه وېکټې واخیستې.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۲مه کوربه نیو زیلینډ په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۴۶ منډو ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ درېیمه ۲۰ اووره سیالي د جنورۍ پر ۱۷مه، څلورمه پر ۱۹مه او پینځمه یې پر ۲۱مه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG