د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د پینځو ۲۰ اووره سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۴۶ منډو ماته ورکړې ده.
د جنورۍ پر ۱۲مه د نیو زیلینډ په اکلینډ کې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه یې وکړه.
د نیو زیلینډ لومړی لوبغاړی ډېوېډ کانوې بې له منډې جوړولو وسوځېد خو تر هغې وروسته، کوربه لوبډلې تر ډېره بریده ښه بیټېنګ وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۲۲۶ منډې وکړې.
د نیو زیلینډ ډیرېل مېچل ۶۱، کېن وېلییمسن ۵۷ او فېن ایلن ۳۴ منډې وکړې.
د پاکستان شاهین شاه اپرېدي او عباس اپرېدي درې، درې او حارث رووف دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د پاکستان لوبډلې چټک بیټېنګ پیل کړ او صایم ایوب په اتو توپونو ۲۷ منډې وکړې او وسوځېد. تر هغې وروسته محمد رضوان او بابر اعظم لوبې ته دوام ورکړ البته د پاکستان لوبغاړي په وقفو، وقفو سوځېدل.
د پاکستان ټول لوبغاړي په ۱۸ اوورونو کې په ۱۸۰ منډو وسوځېدل. بابر اعظم ۵۷ او محمد رضوان ۲۵ منډې وکړې.
د نیو زیلینډ ټېم ساودي څلور او ایډم مېلنې او بېن سییرز دوه، دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د نیو زیلینډ ډیرېل مېچل د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه ۲۰ اووره سیالي د جنورۍ پر ۱۴مه، درېیمه پر ۱۷مه، څلورمه پر ۱۹مه او پینځمه یې پر ۲۱مه نېټه وشي.