د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او هند کې زلزله راغلې ده


په اسلام اباد کې یوشمېر کسان تر زلزلې وروسته له ودانیو بهر ولاړ دي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یوشمېر کسان تر زلزلې وروسته له ودانیو بهر ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان، افغانستان او هند په یوشمېر برخو کې زلزله راغلې ده چې پکې د مرګژوبلې راپورونه نه شته.

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پرضد د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) په بیان کې ویلي دي چې زلزله د جنورۍ پر ۱۱مه د پېښور پر وخت ماسپښین پر ۲۰ باندې دوو بجو راغلې چې په پېښور، اېبټ اباد، مردان، چارسده، خیبر، مومندو، نوښار، چترال، دیر، سوات او په شانګله کې احساس شوه.

پي ډي اېم اې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۶ وو او مرکز یې د افغانستان د هندوکش په غرونو کې وو چې ژوروالی یې د ځمکې تر سطحې ۲۱۳ کېلومیټره لاندې وو.

هغې ادارې زیاته کړې ده چې تر اوسه په زلزله کې د ځاني او مالي زیان راپورونه نه شته.

په همدې حال کې د افغانستان په بدخشان کې هم زلزله راغلې ده چې د هېواد په مختلفو برخو کې محسوس شوې ده.

د جرمني د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانې د زلزلې شدت ۶.۴ وو خو د اروپا د مېدترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي دي چې شدت یې ۶.۲ وو.

هندیو رسنیو هم ویلي دي چې د جنورۍ ۱۱مې زلزله د هغه هېواد په شمالي برخو کې احساس شوې ده.

په پاکستان، افغانستان او هند کې وخت په وخت زلزلې کېږي چې په تېرو کلونو کې یې مرګژوبله او مالي زیانونه هم اړولي دي.

XS
SM
MD
LG