د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي د لکي مروتو له یو کوره یې ۱۱ مړي موندلي دي


پولیس وايي، پېښه د لکي مروتو په تختيخېلو کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د لکي مروتو په تختيخېلو کې شوې ده.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروتو په تختيخېلو کې یې له یوه کوره ۱۱ مړي موندلي دي.

د پولیسو مشر طارق حبیب د جنورۍ پر ۱۰مه رسنیو ته وویل چې په وژل شویو کې دوه ښځې، درې سړي او نور ماشومې نجونه او هلکان دي.

دی وايي، ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې تر وژلو مخکې ورباندې تشدد شوی دی.

حبیب رسنیو ته وویل چې داسې ښکاري چې هغه کسان دوه ورځې مخکې وژل شوي ول او د کور ور له بهره قفل (تاله) شوی وو.

نوموړي وویل چې داسې ښکاري دا د کورنۍ لانجې پېښه ده ځکه چې د هغه کور یوه ښځه له مېړه څخه تللې وه او د پلار په کور ناسته وه.

د لکي مروت د پولیسو مشر وویل چې لومړۍ پلټنې ښيي چې د مېړه د کورنۍ غړي هلته ورغلي او شپې مهال یې ټول وژلي دي.

پولیس وايي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې، پلټنې کوي او د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې د هغوی لټون پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG