د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان وايي له عمران خان سره اییني او قانوني چلند کېږي


اېمل ولي خان وايي له عمران خان سره اییني او قانوني چلند کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:42 0:00

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اېمل ولي خان وايي چې نورې ادارې او عدلیه باید په روان انتخاباتي بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي او انتخاباتي کمېشن د ټولو چارو مشرۍ او ترسره کولو ته پرېږدي. ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه انتخابات وشي او د هغه هېواد د بشري حقونو کمېشن اندېښنه ښوولې ده چې ټول ګوندونه او خواوې د کیمپېن یو ډول موقعې نه لري. کمېشن په خپل وروستي بیان کې په ځانګړي ډول د تحریک انصاف یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې د هغه ګوند سیاستوالان له فشار سره مخامخ دي. خو اېمل ولي خان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال د یو ډول موقعو تمه نه شي کېدای. ده د تحریک انصاف پر مشر عمران خان انتقاد وکړ او هغه یې د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې د مظاهرو او د دولتي او پوځي تاسیساتو پر زیانمولو تورن کړ او دعوه یې وکړه چې له هغه سره روان چلند اییني او قانوني دی. عمران خان چې د اګست له میاشتې راهیسې بندي دی، پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او مقدمې سیاسي بولي. نوموړي داراز په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پلویانو یې د ده تر ګرفتارۍ وروسته په مظاهرو کې هېڅ تاوتریخوالی او پر ودانیو بریدونه نه دي کړي. اېمل ولي خان په مرکه کې د چمن د هغه پرلت ستاینه وکړه چې د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې روان دی او په شناختي کارډ او تذکرو له کندهار سره د تګ راتګ غوښتنه کوي. د عوامي نیشنل ګوند مخکښ مشر البته زیاته کړه چې له پاکستانه د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو بهیر ملاتړ کوي. له اېمل ولي خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG