د لاسرسي ځای

تازه خبر

خان یونس کې د اسراییلو په بمبارۍ کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي


اسراييلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهيسې د حماس خلاف په غزې کې عمليات پيل کړي دي ـ پخوانی انځور
اسراييلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهيسې د حماس خلاف په غزې کې عمليات پيل کړي دي ـ پخوانی انځور

په غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې د جنورۍ پر څلورمه په خان یونس کې د اسراییلو په بمبارۍ کې ۱۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې په نورو برخو کې د جګړې له کبله ګڼ خلک هغې جنوبي ساحلي سیمې ته تللي دي. په غزه کې یو چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې نهه ماشومان هم شامل دي.

د اسراییلو پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په خان یونس کې یې د جنورۍ پر څلورمه د حماس پر ضد د جګړې او هوايي بمباریو خبر ورکړی وو.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي چې وسلوالو یې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید کړی وو چې پکې ۱،۲۰۰ تنه وژل شوي ول. حماس له هغه ځايه ۲۴۰ نور کسان برمته کړي ول.

اسراییلو له هغه وخت راهیسې د حماس پرضد هوايي او ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د حماس تر کنټرول لاندې، په غزه کې د صحت چارواکي وايي، د اسرایيلو په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۲۰،۰۰۰ اوښتی دی، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG