د لاسرسي ځای

تازه خبر

عامر عبدالله : قبایلي ضلعې له مالي پلوه لا هم د وفاقي حکومت تر واک لاندې دي


چارواکي وایي د پیسو نه شتوالي له امله په قبایلي سیمو کې پرمختیايي چارې ځنډېدلې دي - پخوانی انځور.
چارواکي وایي د پیسو نه شتوالي له امله په قبایلي سیمو کې پرمختیايي چارې ځنډېدلې دي - پخوانی انځور.

د قبایلي ضلعو لپاره د خیبر پښتونخوا نګران وزیر عامر عبدالله ویلي دي چې قبایلي ضلعې له انتظامي پلوه د خیبر پښتونخوا برخه دي خو له مالي پلوه اوس هم د وفاقي حکومت تر واک لاندې دي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۸مه په باجوړ کې خبریالانو ته وویل، د پیسو نه شتوالي له امله په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډېدو بهیر نیمګړی دی.

عامر عبدالله وویل چې وفاقي حکومت سیمې ته د پیسو ورکولو ژمنه نه ده پوره کړې خو د ترلاسه کولو لپاره یې د صوبايي حکومت هڅې روانې دي.

هغه وویل چې دوه ورځې وړاندی د نګران وزیراعلا په مشرۍ یو پلاوي له لنډمهالي وزیراعظم سره کتلي دي او له هغه یې د قبایلو لپاره د پیسو ورکولو غوښتنه کړې ده. د نوموړي په وینا، وزیراعظم د ستونزې د هواري لپاره یوه کمېټي هم جوړه کړی ده.

دا په داسې حال کې ده چې وفاقي حکومت له قامي مالیاتي کمېشنه (نیشنل فنانس کمېشن یا اېن اېف سي) قبایلي سیمو ته پیسې نه دي ورکړي او داراز د خیبر پښتونخوا صوبه هم له مالي ستونزو سره مخامخ ده چې له کبله یې په هغو ضلعو کې پرمختیايي چارې ځنډېدلې دي.

دا راز د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په قبایلي ضلعو کې پر خراب امنیت او د بشري حقونو پر وضعیت د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

کمېشن د ډېسېمبر پر ۲۷مه په یو رپورټ کې وویل چې په قبایلي ضلعو کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي، پکې ناامني زیاته شوې، پکې جبري بې درکیو پېښې او په حراستي مرکزونو کې د خلکو ساتل دوام لري.

په رپورټ کې راغلي چې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته په قبایلي ضلعو کې د حکومتولۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي او اصلاحاتي بهیر هم ورو دی. د کمېشن یو غړي او قانونپوه اعجاز مومند، چې د رپورټ د لیکلو لپاره یې معلومات غونډ کړي، وايي چې په صوبې له ورګډېدو راهیسې پر څه باندې پینځو کلونو تېرېدو سربېره قبایلي ضلعو ته عدالتي نظام بشپړ نه دی غځېدلی.

په همدې حال کې د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې وفاقي حکومت به د خیبر پښتونخوا له حکومت سره د پرمختیايي، ولسي خیر ښېګړې او قبایلي سیمو د سوکالۍ چارو لپاره ټوله ممکنه مرسته کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې کاکړ دا خبره د ډېسېمبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا چارو په اړه په غونډه کې وکړه. راډیو وايي چې وزیراعظم اړوندو چارواکو ته د هغې صوبې د مالي مسلو د هواري او د یوې کمېټۍ جوړولو سپارښتنه وکړه.

له دې پرته د صوبې نګران اعلا وزير سيد ارشد حسين شاه په وروستیو کې د قبايلي ضلعو په اړه يوه غونډه کې ژمنه کړي وه چې د قبايلو ستونزي به حل کوي.

بلخوا امنيتي اداري وايي، په قبايلي سيمو کې د امنيت ټينګښت لپاره محدود پوځي عمليات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG