د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني ولسمشر مسکو کې له خپل روسي سیال سره لیدلي دي


د روسیې او ایران ولسمشرانو د ډېسېمبر پر اوومه په کرېملېن کې وکتل.
د روسیې او ایران ولسمشرانو د ډېسېمبر پر اوومه په کرېملېن کې وکتل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره په کتنه کې له تهران سره د خپلو اړیکو ستاینه وکړه.

مسکو پر اوکراین د روسیې د بې دلیله یرغل له پیل راهیسې له تهران سره د خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.

پوتین رییسي ته وویل چې د دواړو هېوادونو، چې لویدیځ ورباندې سخت بندیزونه لګولي، اړیکې په ښه توګه وده کوي.

پوتین له نورو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو لپاره د روسیې د هڅو د یوې برخې په توګه د ډېسېمبر پر شپږمه په یو ورځني سفر منځني ختیځ ته هم تللی وو.

هغه لومړی په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو او وروسته یې په ریاض کې د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG