د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشر د متحده عرب اماراتو او سعودي سفرونه کړي


د سعودي وليعهد محمد بن سلمان (له ښي لوري لومړی) د ډېسېمبر پر شپږمه د روسیې له ولسمشر ولادېمير پوتين سره.
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان (له ښي لوري لومړی) د ډېسېمبر پر شپږمه د روسیې له ولسمشر ولادېمير پوتين سره.

د روسيې ولسمشر د ډېسېمبر پر شپږمه په متحده عربي اماراتو او سعودي عرب کې د هغو هېوادونو له مشرانو سره پر بېلابېلو مسايلو خبرې کړې دي.

د ولاديمير پوتين دفتر د ډېسېمبر پر پينځمه ويلي ول چې نوموړی د خپل سفر پر وخت د هغو هېوادونو له چارواکو سره د تېلو پر بیو او په غزې تړانګه کې د روانې جګړې په اړه غږېږي.

پوتین خپل سفر له متحده عربي اماراتو څخه پیل کړ. هغه د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زید النیهان سره ملاقات وکړ.

نوموړی وروسته سعودي عرب ته ولاړ چې هلته يې سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان هرکلی وکړ.

پوتين وويل چې د روسيې او سعودي عرب تعلقات هغې کچې ته لوړ شوي چې تر دې وړاندې کله هم نه ول رسېدلي. د نوموړي د دې سفر هدف په منځني ختيځ کې د روسيې حیثیت لوړول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG