د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان وايي د طالبانو تګلارو د هلکانو تعليم هم له زوال سره مخامخ کړی دی


هيومن رايټس واچ ویلي چې په نصاب کې د سختدریځه بدلونونو راوستو د افغانستان تعلیمي نظام له ګواښ سره مخامخ کړی دی ـ پخوانی انځور.
هيومن رايټس واچ ویلي چې په نصاب کې د سختدریځه بدلونونو راوستو د افغانستان تعلیمي نظام له ګواښ سره مخامخ کړی دی ـ پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رایټس واچ) په يو راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نجونو د ښوونځيو تر تړلو وروسته د هلکانو تعليم هم له زوال سره مخامخ کړی دی.

سازمان نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې طالبانو له دندو د ښځينه ښوونکو لېرې کول، په نصاب کې د سختدريځه بدلونونو راوړل او د سختو سزاګانو عملي کول د دې سبب شوي چې په افغانستان کې تعليمي نظام تر ګواښ لاندې راشي.

د راپور ترمخه، د طالبانو د دغو غېرمسلکي بدلونونو له وجې ډېری هلکان ښوونځيو ته نه ځي او په دې توګه د افغانانو یو نسل ته نه جبرانېدونکی زیان رسېږي.

هيومن رایټس واچ پر ملګرو ملتونو او نورو اړوندو نړيوالو ادارو غږ کړی چې د طالبانو د حکومت تعليم ضد پالیسيو بدلولو لپاره دې پر دغې ډلې فشار زیات کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی، خو په تېرو وختونو کې یې د حکومت د سختدريځو کړنو په اړه نړيوال راپورونه او د نړيوالو فشارونه رد کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور حکومت نیولی دی. تر هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG