اسرايیليو ځواکونو له حماس ډلې سره د جګړې لپاره نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) د غزې په جنوب کې د مرکزي ښار محاصره پیل کړې، چې په لارو کوڅو او ودانیو کې سخته جګړه دوام لري.
حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنې ترهګره ډله ګرځولې، له اسراییلو سره یې د دې وروستۍ جګړې دوه میاشتې پوره کېدونکي دي.
د حماس او اسراییلو تر مينځ د دې جګړې په سر کې د غزې په شمالي برخه کې سخت جنګ وشو چې په نتیجه کې یې د هغې سیمې زیاتره ودانۍ ویجاړې شوې دي او نېږدې دوه مېلیونه ځايي اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي دي.
د ډېسېمبر پر پينځمه، د غزې ښار په خان یونس سیمه کې اسراییلي ټانکونه، زغره بند ګاډي او بلډوزرونه لیدل شوي دي.
دا جګړه له هغې وروسته پیل شوې چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو پر اسراییلو برید وکړ، چې پکې تر ۱،۲۰۰ پورې کسان يې وژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.
له هغه وروسته اسراییليو ځواکونو پر غزې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې پکې د حماس تر واک لاندې د روغتیا څانګې د شمېرو تر مخه، د ډېسېمبر تر پينځمې، شاوخوا ۱۶،۰۰۰ کسان پکې وژل شوي دي. د هغوی په وینا، په وژل شویو کې۷۰ فیصده ښځې او ماشومان دي.