د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او روسیې د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړې دي


په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ـ پخوانی انځور.

د پاکستان او روسیې کاري ډلو په شریکه غونډه کې د افغانستان او سیمې د امنیت پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې ویلي چې د دواړو هېوداونو د کاري ډلو ۱۰مه شریکه غونډه د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې وشوه او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ویرشینین او د هغه پاکستاني سیال سیدحیدر شاه پکې ګډون وکړ.

د بیان ترمخه دواړو خواوو په سیمه او نړۍ کې د تروریستي ګواښونو په اړه خبرې وکړې او په دې ترڅ کې یې د افغانستان، مینځنۍ او جنوبي اسیا او شمالي افریقا په اړه ځانګړی بحث وکړ.

په راپور کې راغلي چې اسلام اباد او ماسکو موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه به د تروریزم د مالي سرچینو د وچولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په نورو برخو کې په خپلو کې همکاري کوي.

همدا راز دواړو لورو د افراطیت پر مختلفو بڼو، د ترهګریزو ایډیالوژیو د خپراوي او د تروریستي موخو لپاره د اطلاعاتو او مخابراتي ټیکنالوژۍ څخه د ناوړه استفادې په اړه هم خبرې وکړې.

بیان زیاته کړې چې دواړو هېوادونو د دې ننګونو سره د مبارزې لپاره د هراړخیز ستراتیژیو په اړتیا موافقه وکړه.

په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد او مسکو د اړيکو بهترولو لپاره کار زیات کړی دی. دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې او تړونونه کړي دي. د اکتوبر پر ۱۷مه د چین په پلازمینه بیجینګ کې د پاکستان لنډ مهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان ترڅنګ پر سوداګرۍ خبرې کړی وې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډ مهالي انوارالحق کاکړ څه موده مخکې ویلي ول چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې په تروریستي حملو کې زیاتوالی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG