د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانسه کې جوماتونه ډير او ملایان کم دي


 په فرانسه کې جوماتونه ډير او ملایان کم دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

د فرانسې نيږدې ۵ ميليونه وګړي مسلمانان دي‌ چې د عبادت لپاره په بېلابېلو سیمو کې ۲۳۰۰ جوماتونه لري. خو په دې جوماتونو کې د ملا امامانو کمی دی. څو کلونه مخکې به د نړۍ له ځينو اسلامي هېوادونو ديني عالمان فرانس ته د امامت په دندو پسې تلل. خو د بهرنيانو ورتګ د ځوانانو د سختدريځه کولو اندېښنې پارولې وې. همدا وجه ده چې اوس د فرانس حکومت د خپلو اسلامي مرکزونو له لارې د داسې امامانو په روزلو بوخت دی چې د اسلامي ارزښتونو درلودو تر څنګ د خپل هېواد، فرانسې، ملي‌ګټو ته ژمن او په عصري علومو پوه وي. دا مرکزونه عصري مدرسې دي چې د بېلابېلو ادیانو د پيروانو ترمنځ په سوله ییز ډول د ژوند کولو او د يو بل زغملو درس ورکوي. بشير ګواښ په دې اړه د اې ايف پي خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG