د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې وسلوالو پر تاڼې ۲ توغندي ورولي دي


په تېرو وختو کې هم پر امنیتي مرکزونو او تاڼو حملې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو وختو کې هم پر امنیتي مرکزونو او تاڼو حملې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې پر یوه تاڼه وسلوال برید شوی دی خو چارواکي وايي چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د کرک پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د نومبر پر اتمه پر خرم تاڼې د دوو راکټونو برید وکړ چې پکې د تاڼې ودانۍ ته لږ زیان رسېدلی دی.

بیان زیاتوي چې پولیسو د سیمې د اوسېدونکو په مرسته ځوابي کاروايي وکړه او حمله یې شنډه کړه.

پر تاڼې د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو د کرک د پولیسو مشر سجاد احمد خان په یو جلا بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

په وروستیو ورځو کې په پاکستان کې یوشمېر حملې وشوې. د نومبر پر شپږمه د ډېره اسماعیل خان په درازنده کې د تېلو او ګیس پر شرکت په برید کې دوه ساتونکي ووژل او درې ژوبل شول.

تر دې وړاندې د پنجاب په میانوالي ضلع کې د اېم اېم عالم ایریېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز، د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې په منځنۍ شپه وسلوال حمله کړې وه چې د پوځ په وینا هغه حمله یې په شاتمبولې او نهه واړه بریدکوونکي وسلوال یې وژلي ول.

تر هغې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG