د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د مېرمنو ادبي مېله کې پر ښځینه ادب بحثونه شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پېښور په بې نظیر بوټو پوهنتون کې د نومبر پر شپږمه د ښځو ادبي مېله پیل شوې چې د نومبر تر لسمې به دوام لري.

د پوهنتون د تاریخ د څانګې استادې ډاکټرې حامدې د نومبر پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې دا ادبي مېله یوازې د ښځو ده . نوموړې زیاته کړه چې په دې مېله کې په مختلفو کتابونو، په بیلا بېلو موضوعاتو بحثونه او ورکشاپونه کېږي او د کتابونو ترڅنګ د کلتوري شیانو نمونې هم د نمایش لپاره ایښول شوي دي. ډاکټرې حامدې زیاته کړه چې په ادبي مېله کې د خیبرپښتونخوا د بیلا بېلو سیمو ترڅنګ له نورو صوبو ښځې هم ګډون کوي.

هغه وویل: "په دې مېله کې د ګډون لپاره موږ ته د درازنده، ډېره اسماعیل خان، چترال او دیر نه هم ښځو درخواستونه راولېږل. دا داسې سیمې دي چې موږ یې په اړه تمه نه کوله چې د دې سیمو ښځې به هم راشي. موږ په دې مېله کې هغه اواز اچتول غواړو چې ورته موقع نه ورکول کېږي. دا ښځې راغلې او په خپلو لیکنو او آن دا چې په ساینس او ماحولیاتو یې هم خبرې وکړې چې ښځې څنګه په دې برخو کې خپل رول ادا کولای شي؟ موږ دا نه دې ویلي چې یوازې لیکوالانې او ادیبانې دې په دې میله کې ګډون وکړي."

په مېله کې د مشاعرې ترڅنګ د ښځو په حقونو، سیاست کې په نمایندګۍ، د تشدد د مخنیوي او ټولنه کې د ښځو د کردار په اړه هم بیلا بېل پروګرامونه کېږي. د میلې یوې بلې ګډونوالې او لیکوالې ډاکتر انتل ضیا مشال رېډیو ته وویل چې د نومبر پر اوومه یې د خپلو کتابونو ترڅنګ له نورو ګډونوالو سره پر دې موضوع خبرې وکړې چې ښځې په ټولنه کې د خپلو حقونو لپاره څنګه هڅې کولای شي.

هغه وايي: "په دې کې موږ په بیلا بېلو کتابونو هم نظرونه واچول. لکه په شهر تنهايي کتاب مو خبرې وکړې چې د کورونا وایرس په موضوع لیکل شوی وو. د ښځو په ادب کې ډېره نمایندګي پکار ده چې کومه زموږ د سماج د قدغنونو له وجې مشکله ده نو د دې میلې له لارې به د هغو ښځینه لیکوالانو نومونه مخې ته راشي چې د روایاتو او قدغنونو له وجې مخې ته نه راځي."

د ادبې میلې یوې بلې ګډونوالې او استادې سونیا شمس وویل چې په غونډه کې یې د ښځو نفسیاتو او ادب ترمنځ د تعلق په اړه خبرې وکړې. نوموړې زیاته کړه چې ښځو ته په کارروزګار کولو کې اکثره مسلې مخې ته راځي نو د غونډې له لارې یې د هغې په هواري هم بحثونه وکړل.

هغه وايي: "یوه ښځه چې کله څه لیکي نو هغه یې د سوچ، حالاتو ، تجربې او مشاهدې پر اساس وي. نو موږ پر دې خبرې وکړې چې د یوې ښځې جذبات څنګه د هغې په شاعرۍ او لیکلو کې ښکاره کېږي؟ بل موږ په دې هم خبرې وکړې چې ښځې که مخې راتلل غواړي نو له کومو کومو مشکلاتو سره مخ کېږي؟"

د ادبي مېلې منتظمین وايي چې په پروګرام کې یې د خیبرپښتونخوا په حکومت غږ کړی چې ښځو ته حقونه ورکول او په ټولنه کې د سړو برابر هغوی ته د کارروزګار موقعې ورکول یقیني کړي.

بلخوا په تېرو وختونو کې د خیبرپښتونخوا حکومتي چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د ښځو حقونو او هغوی د تحفظ لپاره یې بېلا بېل قوانین عملي کړي دي خو د ادبي میلې ګډونوالې وايي چې دې لړ کې اوس هم ډیر کار ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG