د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام کې نن بنګلادېش له سري لنکا سره لوبه کوي‌


د کرکټ نړیوال کپ د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی وو او د پای لوبه یې د نومبر پر ۱۹مه ترسره کېږي.
د کرکټ نړیوال کپ د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی وو او د پای لوبه یې د نومبر پر ۱۹مه ترسره کېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی.

د کرکټ ۵۰ اوورنو نړیوال جام په روانو سياليو کې د نومبر پر شپږمه سري لنکا او بنګلادېش سره مخامخېږي.

دغه لوبه د نوي ډیلي په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښين پر يوه نيمه او د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي.

تر دې وړاندې د نومبر پر پینځمه هندۍ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۴۳ منډو ماتې ورکړه.

د هند لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ۵۰ اوروونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سر ۳۲۶ منډې وکړې. په د کې د هند د وتلي‌ لوبغاړي ویرات کوهلي ۴۹مه سلیزه هم شامله وه. هغه په ۱۲۱ بالونو ۱۰۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي د ۸۳ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو. د هند له خوا راویندرا جډېجا د ۲۹ منډو کولو تر څنګ د جنوبي افریقا پنځه لوبغاړي‌ هم اوټ کړل خو د لوبې غوره لوبغاړی ویرات کوهلي وو.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی.

د پاکستان لوبډلې د نومبر څلورمې سیالۍ تر ګټلو وروسته بیا پینځم مقام نیولی او افغانستان پر شپږم ځای دی.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې پاکستان او بله یې اسټرالیا وګټله.

په بنګلور کې په لومړۍ سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله خو نیو زیلینډ ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه. نیو زیلینډ په ټاکلیو ۵۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان په ۲۵.۳ اوورونو کې خورا چټک بیټېنګ وکړ او د یو لوبغاړي په سوځېدو یې ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې چې باران پیل شو او لوبه وځنډېده. وروسته د سیالۍ منتظمینو او څارونکو لوبه لغوه کړه او ډکورت-لیوس-سټرن (ډي اېل اېس) په طریقه یې چې حساب وکړ نو پاکستان په ۲۱ منډو د لوبې ګټونکی اعلان شو.

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دویمه لوبه د انګلستان (انګلینډ) او اسټرالیا ترمینځ د هند د ګجرات په احمداباد کې وشوه چې پکې اسټرالیا لومړی بیټېنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۸۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې انګلستانۍ لوبډله په ۲۵۳ منډو وسوځېده او اسټرالیا سیالي په ۳۳ منډو وګټله.

د نومبر پر شپږمه د سري لنکا او بنګلادېش لوبډلې د نوي دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی. د پاکستان لوبډلې د نومبر څلورمې سیالۍ تر ګټلو وروسته بیا پینځم مقام نیولی او افغانستان پر شپږم ځای دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG