د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او نېدرلینډز د کرکټ په ۲۰ اووریز جام کې خپلې سیالۍ وګټلې


هندی بیټر وېرات کوهلي د نومبر پر دویمه د بنګلادېش له لوبغاړي شکېب الحسن سره د خبرو پر مهال.
هندی بیټر وېرات کوهلي د نومبر پر دویمه د بنګلادېش له لوبغاړي شکېب الحسن سره د خبرو پر مهال.

په اسټراليا کې د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام پر مهال د نومبر په دويمه دوه لوبې وشوې چې يوه هند او بله نېدرلینډز وګټله.

په ايډېلېډ کې په دویمه سیالۍ کې د بنګلادېش پر وړاندې هندۍ لوبډلې لومړی بیټینګ وکړ او د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۸۴ منډې جوړې کړي. د هند له خوا وېرات کوهلي په ۴۴ بالونو ۶۴ رنز وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د بنګلادېش د بیټېنګ پر مهال باران وشو او د سیالۍ منتظمینو او څارونکو د ډکورت-لیوس-سټرن یا ډي اېل اېس په طریقه لوبه ۱۶ اوورونو ته کمه کړه او نوی هدف یې ۱۵۱ منډې مقررکړ. د بنګلادېش لوبغاړو دا هدف پوره نه شو کړلی او د ټولو اوورونو په ختمېدو یې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړي. په دې توګه هند سیالي په پینځو منډو وګټله.

تر دې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې زېمبابوې له نېدرلینډز څخه سیالي وبایلله. زېمبابوې په ۲۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۱۷ رنز وکړل. نېدرلېنډز دا هدف د ۵ وېکټو په زیان په ۱۸ اوورونو کې پوره کړ.

ټاکل شوې چې د نومبر پر درېيمه نېټه جنوبي افريقا او پاکستان له یو بل سره سیالي وکړي. که هغه سیالي جنوبي افریقا وګټله نو نیمه پایلوبې ته به لار ومومي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG