د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند جنوبي افریقا ته په ۲۴۳ منډو ماتې ورکړه


هندي لوبغاړي د نومبر پر پینځمه د جنوبي افریقا بیټر سوځول لمانځي.
هندي لوبغاړي د نومبر پر پینځمه د جنوبي افریقا بیټر سوځول لمانځي.

د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې هندۍ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۴۳ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر پینځمه د هند د کلکتې په عدن ګارډنز (باغونو) لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه هند وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د هند وېرات کوهلي په ۱۰۰ منډو کولو خپله ۴۹مه سلیزه ووهله او په دې توګه یې له بل هندي لوبغاړي سچن ټینډولکر سره په یو ورځنیو سیالیو کې د سلیزو شمېر برابر شو. له دې پرته شرېیس اییر ۷۷ او روهېت شرما ۴۰ منډې وکړې. هندۍ لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډله د بیټېنګ له پیل راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ شوه او یو په بل پسې یې بیټران سوځېدل. د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۲۸م اوور کې په ۸۳ منډو وسوځېده. دا په نړیوالو جامونو کې د جنوبي افریقا تر ټولو کمې منډې وې.

د هند روېندرا جدېجا پینځه، کلدیپ یادو او محمد شامي دوه، دوه جنوبي افریقايي لوبغاړي وسوځول.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې پاکستان او بله یې اسټرالیا وګټله.

په بنګلور کې په لومړۍ سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله خو نیو زیلینډ ته یې د بیټېنګ بلنه ورکړه. نیو زیلینډ په ټاکلیو ۵۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۰۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې پاکستان په ۲۵.۳ اوورونو کې خورا چټک بیټېنګ وکړ او د یو لوبغاړي په سوځېدو یې ۲۰۰ منډې جوړې کړې وې چې باران پیل شو او لوبه وځنډېده. وروسته د سیالۍ منتظمینو او څارونکو لوبه لغوه کړه او ډکورت-لیوس-سټرن (ډي اېل اېس) په طریقه یې چې حساب وکړ نو پاکستان په ۲۱ منډو د لوبې ګټونکی اعلان شو.

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دویمه لوبه د انګلستان (انګلینډ) او اسټرالیا ترمینځ د هند د ګجرات په احمداباد کې وشوه چې پکې اسټرالیا لومړی بیټېنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۸۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې انګلستانۍ لوبډله په ۲۵۳ منډو وسوځېده او اسټرالیا سیالي په ۳۳ منډو وګټله.

د نومبر پر شپږمه د سري لنکا او بنګلادېش لوبډلې د نوي دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس د درجه بندۍ له مخې هند پر لومړي، جنوبي افریقا پر دویم، اسټرالیا پر درېیم او نیو زیلینډ پر څلورم مقام دی. د پاکستان لوبډلې د نومبر څلورمې سیالۍ تر ګټلو وروسته بیا پینځم مقام نیولی او افغانستان پر شپږم ځای دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG