د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې له تړانګې د ولسي وګړو او ژوبلو کسانو د لېږد بهیر پیل شوی دی


پر رفح پولې د مصر لوري ته روغتیايي کارکوونکي او امبولانسونه د غزې د ژوبلو کسانو درملنې لپاره ولاړ دي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.
پر رفح پولې د مصر لوري ته روغتیايي کارکوونکي او امبولانسونه د غزې د ژوبلو کسانو درملنې لپاره ولاړ دي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.

په داسې حال کې چې له غزې تړانګې څخه یوشمېر ملکي وګړي او ځینې سخت ژوبل کسان د قطر په مینځګړتوب د تړون له مخې مصر ته لېږدول کېږي، ملګرو ملتونو د اسراییلو او حماس ترمینځ پر زیاتېدونکې شخړې ژور اندېښنه ښوولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلیو سرتېرو په هغه محاصره شوې سیمه کې د حماس ډلې وسلوالو پرضد عملیات تېز کړي دي.

د مصر، اسراییلو او حماس ترمینځ د خلکو د لېږدولو موافقه تر هغې وروسته شوې د فلسطینیو روغتیايي چارواکو په وینا، د کډوالو له یوه کیمپ سره نېږدې په اسراییلي هوايي برید کې ۵۰ تنه وژل شوي دي.

اسراییلو ویلي دي چې په هغه برید کې یې د حماس یو لوړپوړی قومندان او ځینې نور غړي وژلي دي.

په غزه کې د مخابراتي چارو یوې ادارې پال ټېل ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه هلته ټېلېفوني او انټرنېټي خدمات درېدلي دي.

په همدې حال کې د نومبر پر لومړۍ نېټه د قطر په منځګړتوب د شوي تړون له مخکې د ولسي وګړو او سختو ژوبلو کسانو د لېږد بهیر پیل شو. هغه وګړي د غزې او مصر ترمینځ د رفح پولې له لارې مصر ته ځي چې هلته امبولانسونه او روغتیايي کارکوونکي موجود دي چې خلکو ته طبي مرستې رسوي.

اخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له وېشلي امنیتي شورا یې د ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۵ کسیزه امنیتي شورا په منځني ختیځ کې د درې اونیو اوږدې جګړې په اړه کوم پرېکړه لیک نه دی منظور کړی او څلور مسودې یې رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اکتوبر پر ۳۱مه په یو بیان کې وویل چې په جګړه کې د "سختو هوايي" بریدونو تر څنګ د اسراییلو د دفاعي ځواکونو ځمکني عملیات او له غزې د اسراییلو پر لوري پرله پسې راکټي بریدونه شامل دي.

هغه وویل چې په اوسنۍ جګړه کې له پیله عادي وګړي اغېزمن شوي دي.

ګوتېرېش وېره څرګنده کړه چې ښايي جګړه پراخه شي او په خطرناکه توګه د غزی تر پولو واوړي.

په عین حال کې د اکتوبر پر ۳۱مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا وغوښتل چې یو شي او د اوربند ملاتړ وکړي.

د کډوالو د ادارې مشر فېلېپو ګراندې په نیو یارک کې د امنیت شورا ته وویل چې بشردوستانه اوربند لږترلږه د وژنو مخه نیولی شي. هغه هیله څرګنده کړه چې شورا به خپل اختلاف ختم کړي او د اوربند لپاره به له خپله واکه کار واخلي.

ګراندې وروسته خبریالانو ته وویل چې غزې ته د مرستو رسول تر ټولو مهم بشري هدف دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG