د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالتونو په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړی دی


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف ــ انځور له ارشيفه

اسلام اباد های کورټ په ایونفیلډ اپارټمېنټس او العزیزیه سټيل ملز مقدمو کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې منظور کړی دی.

نواز شريف نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د عدالت له امر سره سم اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو. پر دې مهال د احتساب ملي ادارې (نېب) وکيل عدالت ته وويل چې نېب نواز شريف ته پر ضمانت هېڅ اعتراض نه لري. دا ډول عدالت د اکتوبر تر ۲۶مې د نواز شريف ضمانت منظور کړ.

تر دې وړاندې، نواز شریف د اکتوبر پر ۲۴مه د توشه خانې په مقدمه کې احتساب عدالت ته حاضر شو او یاد عدالت هم د هغه ضمانت منظور کړ او د مقدمې اورېدنه یې د نومبر تر ۲۰مې وځنډوله.

دا له هغه وروسته ده چې نواز شریف د ایونفیلډ او العزیزیه سټيل ملز په مقدمو کې هغه ته د اورول شوې سزا خلاف د اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواستونه ورکړي ول.

د نواز شريف وکيل امجد پروېز د اکتوبر پر ۲۳مه په جمع کړيو درخواستونو کې غوښتنه کړې وه چې نواز شريف ته په دواړو مقدمو کې د سزاګانو ورکولو خلاف دې اپيلونه بحال کړل شي.

ایډوکېټ امجد پروېز زیاته کړې چې عدالت دې د دوی "د دلیلونو تر اورېدو وروسته پر انصاف ولاړه پرېکړه وکړي."

اسلام اباد های کورټ او احتساب عدالت په ۳ مقدمو کې د نواز شريف ضمانت منظور کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

نواز شريف په العزيزيه او ايونفيلډ مقدمو کې د عدالت لخوا سزا شوی وو او په احتساب عدالت کې د توشه خانې د يو موټر خرڅولو په کيس کې د نه حاضريدو په وجه اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.

عدالت د نواز شريف اپيلونه ځکه رد کړي ول چې هغه په پاکستان کې موجود نه وو او اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.

عدالت په خپله پريکړه کې ليکلي وو چې که چيرې نواز شریف ونیول شي او يا په خپله ځان تسليم کړي نو بیا د اپيلونو د بحالۍ لپاره درخواست جمع کولای شي.

احتساب عدالت پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف ته د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه په العزیزیه سټیل ملز کې د درغلیو په تور مقدمه کې د اووه کاله بند او یو نیم ارب روپیو جرمانې سزا اورولې وه. نوموړی وروسته د راولپېنډۍ اډياله زندان ته لېږدول شوی وو.

دغه شان عدالت د ايونفيلډ اپارټمنټس په مقدمه کې هم نوموړی ۱۰ کاله سزا کړی وو.

اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۱۹مه په دواړو مقدمو کې د اکتوبر تر ۲۴مې د نوازشريف "حفاظتي ضمانت" منظور کړی وو. خو نن (د اکتوبر پر ۲۴مه يې) د هغه ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې وغځاوه.

دا ول نوموړي پاکستان ته له ستنېدو وړاندې له احتساب عدالت څخه هم "حفاظتي ضمانت" اخيستی وو.

دې عدالتونو د احتساب ملي اداره (نېب) او پوليس د اکتوبر تر ۲۴مې د نواز شریف له نیولو منع کړي ول.

بل پلو، د پنجاب نګران حکومت وايي د العزیزیه سټیل ملز په اړه مقدمه کې يې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شریف ته اورول شوې سزا ځنډولې ده.

د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر نن (د اکتوبر پر ۲۴مه) د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ته ویلي چې صوبايي حکومت دا ګام په ایین کې د ورکړل شوي واک له مخې اخیستی دی.

د نواز شریف سیاسي ژوند کله او څنګه پیل شوی وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00

نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱مه په لندن کې له څلور کلنې خپلخوښې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو او د اسلام اباد په هوايي ډګر کې یې له خپلو وکیلانو سره سلا مشوره وکړه.

قانون پوه او د بلوچستان های کورټ وکيل همايون کاسي مشال راډيو ته وويل چې د ده په فکر، نواز شريف ته مکمل باور ورکول شوی دی چې دا ځل راشي نو له ده سره به زياتوب نه کيږي.

ده وویل، "نواز شریف هم په دې پوه دی چې له اسټېبليشمېنټ سره بله لاره نه شته، ټول یې ازمایلي‌ دي، دوی اوس نواز شريف ته اړ دي، بله لار نه لري او د عرب ملکونو هم نواز شريف خوښ دی."

د همایون کاسي په وینا، بل پلو چین هم د عمران خان تر ترخې تجربې وروسته په دې نتيجه رسېدلی دی چې نواز شريف او د ده ګوند د دوی لپاره بهتره ده.

عدالت په ايونفيلډ ريفرنس کې د نواز شريف د شريکو ملزمانو، د ده لور مريم نواز او زوم ريټايرډ کېپټن صفدر اپيلونه منلي او د هغوي سزا يې کالعدم ګرځولې وې.

نواز شريف پاکستان ته تر ستنېدو وروسته د اکتوبر پر ۲۱مه په لاهور کې د ګوند غونډې ته په وینا کې ویلي‌ چې له ده سره چې چا هم او څومره هم زیاتی کړی دی نو دی ورڅخه د غچ اخیستلو هیڅ اراده نه لري.

نواز شريف د ملک اقتصاد پياوړی کولو لپاره د يو نوي سفر پر پيل زور ورکړ او ويې ويل چې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره به ښې اړيکې ساتي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG