د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډیزلو بیې ټیټې کړې


په کراچۍ کې یو ډرېور په خپله رکشه کې تېل اچوي - د اګست میاشتې انځور.
په کراچۍ کې یو ډرېور په خپله رکشه کې تېل اچوي - د اګست میاشتې انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت په هېواد کې د پېټرولو او تېلو د بیو کمولو اعلان کړی دی.

د خزانې وزارت د سېپټېمبر پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې د اکتوبر له لومړۍ څخه د یو لیټر پېټرولو بیه اته روپۍ او د ډیزلو هغه ۱۱ روپۍ کموي.

له دې سره سم، د یو لیټر پېټرولو نرخ څه باندې ۳۲۳ او د ډیزلو څه باندې ۳۱۸ روپیو ته ښکته شوی دی.

د مالیې وزارت په بیان کې زیاته کړې ده چې د نرخونو کمولو پرېکړه یې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو کمېدو او داراز، د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت کېدو ته په کتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لنډمهالي حکومت د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه د میاشتې تر پای پورې د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۶ او د ډیزلو یې ۱۷ روپۍ لوړ کړی وو چې پرضد یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخې مظاهرې هم شوې وې.

خو لنډمهالي حکومت ویلي ول چې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور پروګرام شرطونه پوره کول اړین دي.

ای اېم اېف د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ چې تر هغې وروسته اسلام اباد د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی.

داراز، پخواني وفاقي حکومت د خپلو لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټیکسونو لګولو اعلانونه کړي ول.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

XS
SM
MD
LG