د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته د ګرانۍ پر ضد احتجاجي پرلت وهلی


په پېښور کې د جماعت اسلامي احتجاج کوونکي
په پېښور کې د جماعت اسلامي احتجاج کوونکي

جماعت اسلامي د ګرانۍ پر ضد د خپلو احتجاجونو په لړ کې د سيپتمبر پر ۱۸مه، په پېښور کې د ګورنر د دفتر مخې ته مظاهره وکړه.

په دغه مظاهره کې د جماعت اسلامي په سلګونو غړيو ګډون کړی وو. دا درې ورځنی پرلت دی چې د سيپتمبر تر شلمې به دوام کوي. احتجاج ته د وينا په وخت ته د دغه ګوند مشر، سراج الحق وويل که د خیبر پښتونخوا ګورنر د ورځني استعمال شيانو د نرخونو کنټرول په اړه څه پرېکړه ونکړه نو دوی به خپل احتجاج وفاق ته يوسي.

هغه زیاته کړه چې د پيټرولیم مصنوعاتو نرخونه زیاتول او بجلي ګرانول د نګران حکومت کار نه دی. نوموړي وويل چې دغه نرخونه دې زر تر زره راکم کړی شي. "زه د بجلۍ په بیلونو کې لګول شوي ټيکسونه ردوم. زه د پيټرلو او ډیزلو په نرخونو کې زیاتوالی ردوم. موږ حکومت ته وایو چې دغه نرخونه دې راکم کړي. که داسې نه کوي نو موږ به د اسلام اباد په لور لانګ مارچ وکړو."

په پاکستان کې په تېر يو کال کې څو ځل د پيټرولو، بجلۍ، ګيس او ډيزلو نرخونه زیات کړل. د سيپتمبر له ۱۶مې راهیسې، د يو ليټر پيټرولو بیه ۳۳۱ او د ډيزلو بیه ۳۱۱ ته لوړه شوې ده. همداراز د مظاهرو په مهال خلکو شکايت کړی چې د تير کال په نسبت یې دا ځل د بجلۍ بیلونه دوه برابره زیات شوي دي.

جماعت اسلامي د سيپتمبر له پيل راهیسې د ګرانۍ ضد احتجاجونه پيل کړي دي. دوی د سيپتمبر پر دويمه د ګرانۍ پرضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وکړي. په پېښور، کوټه، کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او نورو ښارونو کې راوتلو مظاهره چيانو پر حکومت غږ وکړ چې اقتصاد دې بهتره او د ورځني استعمال شيان دې ارزانه کړي.

د سيپتمبر پر دویمه د ګرانۍ ضد سوداګرو هم هړتال کړی وو او کاروبارونه یې د احتجاج په توګه وتړل. کاروباریانو ويل چې ګرانۍ یې کار اغېزمن کړی دی.

د پېښور صدر یو دوکاندار نواز خان هم د هغو دوکاندارانو له جملې دی چې خپل دوکان یې تړلی وو. هغه مشال راډیو ته وویل چې د نرخونو تر کمېدو پورې خپل دوکان پرانیستو ته تیار نه دی.

حکومت د جماعت اسلامي د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي. خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۳۰مه ویلي ول چې د بجلۍ د نرخونو کمولو په اړه به د نړیوال مالي صندوق (ای اېم اېف) سره مشوره کوي.

پاکستان له ای اېم اېف څخه قرضونه اخیستي دي او حکومت وايي د بیرته ادا کولو لپاره یې له مجبورۍ دا شرط منلی چې د ګیس او بجلۍ نرخونه به زیاتوي. انوار الحق کاکړ د سیاسي ګوندونو د مظاهرو په اړه ويلي وو چې چې سياسي ګوندونه دې د خلکو ورځني مسايل په راتلونکيو ټاکنو کې د سیاسي ګټو لپاره نه کاروي.

XS
SM
MD
LG