د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پولیسو د بجلۍ غلا او بېلونو نه ورکولو په تور ۱۰۸ کسان نیولي دي


واپډا وایي، د برېښنا تر ۲۰۰۰ زیات ناقانونه تارونه یې پرې کړي دي.
واپډا وایي، د برېښنا تر ۲۰۰۰ زیات ناقانونه تارونه یې پرې کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د اوبو او برېښنا چارو اداره (واپډا) وايي، پولیسو د بجلۍ غلا او بېلونو نه ورکولو په تور ۱۰۸ کسان نيولي دي.

ادارې د سېپتېمبر پر ۱۶مه په خبرپاڼه کې ويلي چې په تېرو دوو اوونیو کې یې تر ۲،۰۰۰ زیات د بجلۍ ناقانونه تارونه او کونډې قطع کړې دي. اداره وایي، پولیسو د ۱۶۸ کسانو، کارخانو او کاروباري مرکزونو پر ضد د برېښنا غلا کولو پرچې لیکلي دي.

په بیان کې راغلي چې ادارې د بجلۍ پر غلا کوونکو او بېل نه ورکوونکو باندې ۹۸ کروړه روپۍ جرمانې لګولي دي.

د ادارې ویاند حیدر علي د سېپتېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د درغليو په تور یې ځینې چارواکي هم له دندو ليرې کړي دي. ''که څوک زموږ د کار کوونکو په اړه شکايت لري، هغوی کولی شي په هغه نمبر ټېلېفون وکړي چې د بېل په لاندېنۍ برخه کې ليکلی وي. د واپډا اړونده ځينې ادارو ۱۰ يا ۱۲ چارواکي د درغلۍ په تور له دندو لیرې شوي دي. زموږ کاروايي روانه ده.''

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې خلکو د بجلۍ په بېلونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې پراخې مظاهرې وکړې او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم وسوزول.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور په ګډون په مردان، چارسده، دیر، سوات او نورو ضلعو کې خلکو په احتجاجونو کې له حکومته وغوښتل چې د بجلۍ په نرخونو کې زیاتوالی بېرته واخلي.

یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د یو یونټ بیه له ۱۳ څخه ۶۹ روپیو ته لوړه شوې ده چې له کبله یې بېلونه زښت زیات شوي دي.

تر مظاهرو وروسته، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۲۶مه بیړنۍ غونډه وکړه او اړوند چارواکو ته یې امر وکړ چې د برېښنا په بېلونو کې د کمښت لپاره پلان جوړ کړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG