د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیسو انجیل ته د سپکاوي په تور یو کس نیولی دی


په کراچۍ عیسویان د هغوی پر مقدسو ځایونو د بریدو ضد احتجاج کوي ـ د اګست ۱۷مې انځور.
په کراچۍ عیسویان د هغوی پر مقدسو ځایونو د بریدو ضد احتجاج کوي ـ د اګست ۱۷مې انځور.

د پنجاب د راولپېنډۍ ښار پولیس وايي چې د عيسويانو مذهبي کتاب انجيل ته یې د سپکاوي په تور یو تن نيول دی.

پولیسو د سېپتېمبر پر۱۶مه په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې معلومات یې ترلاسه کړل چې يو کس د "انجيل بې حرمتي" کړې ده نو هغه یې ونیوه.

پولیس وایي، د هغه کس پرضد یې مقدمه کښلې او د سېپټېمبر پر ۱۷مه یې عدالت ته وړاندې کوي.

د راولپېنډۍ پولیسو د تورن کس پېژندګلوي نه ده په ډاګه کړې او د عیسویانو د دیني کتاب د سپکاوي تور په اړه یې هم نور معلومات نه دي ورکړي.

خو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ویلي دي چې هغه کس په یوه ویډیو کې د انجیل سپکاوی کړی وو او بیا یې پر ټولنیزو شبکو خپره کړې وه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون موجود دی خو وخت په وخت هلته د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د اګست په میاشت کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د توهین تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او تاوانونه یې واړول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG