د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د خیبر پښتونخوا طبي پوهنتونو د کانکور نتیجه ځنډولې


های کورټ پوهنتونو ته ویلي چې فی الحال دې د امتحانونو نتیجې پر ویپاڼو نه خپروي ـ پخوانی انځور.
های کورټ پوهنتونو ته ویلي چې فی الحال دې د امتحانونو نتیجې پر ویپاڼو نه خپروي ـ پخوانی انځور.

د پېښور های کورټ د درغلیو د ځینو راپورونو مخې ته راتلو نه پس د خیبر پښتونخوا په طبي پوهنتونو کې د داخلو لپاره د انټري ټیسټ (کانکور) نتیجې ځنډولې دي.

عدالت د سېپټېمبر پر ۱۵مه په خپله فیصله کې په پوهنتونونو غږ کړی چې تر څو په ازموینه کې د نقل کولو پلټنې بشپړې شوې نه وي، نتیجې دې په خپلو وېبپاڼو نه خپروي.

دا له هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه د صوبې په میډیکل پوهنتونونو کې د داخلې لپاره امتحانونه واخیستل شول چې د ځینو راپورونو له مخې پکې د بلیو ټوت ټېکنالوجۍ په ذریعه نقل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم په دغه اړه ځینې ویډیوګانې خپرې شوې دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د تعلیم او داخله محکمو ویلي چې دوی د ځینو زده کونکیو لخوا د بلیو ټوت په ذریعه د نقل کولو کوشش ناکامه کړی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پېښور های کورټ د بشري حقونو له دفتره د راوړل شوې دغه مقدمې راروانه اورېدنه به د سېپټمبر پر ۲۱مه کیږي.

د پاکستان طب کونسل (پي اېم ډي سي) د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یو خبر پاڼه کې ویلي چې سږ کال د خیبر پښتونخوا په طبي پوهنتونونو کې د داخلې لپاره تر ۴۵،۰۰۰ زیاتو زده کونکیو امتحان ورکړی چې پکې د نقل کونکیو زده کونکیو شمېر ۲۱۹ ښودل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG