د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان له زندانونو ۲۵ نور افغانان خوشې شوي دي


طالب چارواکي وایي ۹۲۱ افغانان په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شوي دي ـ پخوانی انځور. 
طالب چارواکي وایي ۹۲۱ افغانان په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شوي دي ـ پخوانی انځور. 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان له زندانونو ۲۵ نور افغانان خوشې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت د اګست پر پينځمه په يو خبرپاڼه کې ويلي چې له دې سره په تېره يوه اوونۍ کې له پاکستانه د ورستنو شويو کډوالو شمېر ۹۴۶ ته رسېدلی دی.

د وزارت وینا، په هغو کې ۹۲۱ افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبانو دا نه دي ويلي چې تازه خوشې شوي کسان په پاکستان کې په کومو جرمونو قيد وو. خو په تېرو وختونو کې پاکستانيو پولیسو ډېری افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندي کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت ويلي چې نويو ورغلو افغانانو ته د کډوالو حیثیت نه شي ورکولی.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو ریاستي وزیرې حنا رباني کر د اګست پر درېيمه د اردو ژبې له آج نيوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته ۷۵۰،۰۰۰ افغانان کډه شوي دي خو اسلام اباد ورته د کډوالو حیثیت نه شي ورکولی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په لکونو افغانان، پاکستان، ايران او غربي هېوادونو ته کډه شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG