د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زېلینسکي: که څوک هر څه وايي خو اوکرايني ځواکونه پر مخ روان دي


ولسمشر زېلینسکي پر ټيليګرام ليکلي ، دا ده چې اوکرايني پوځيان مخ پر وړاندې ځي. (انځور: ارشیف)
ولسمشر زېلینسکي پر ټيليګرام ليکلي ، دا ده چې اوکرايني پوځيان مخ پر وړاندې ځي. (انځور: ارشیف)

د اوکراين ولسمشر وولوديمیر زېلینسکي هغه تنقيدونه رد کړي چې وايي له روسي ځواکونو د خپلې خاورې بيا نیولو لپاره د اوکراينيو سرتيرو عمليات ډير کرار روان دي.

ولسمشر زېلینسکي پر ټيليګرام ليکلي چې که څوک هر څه وايي خو اوکرايني ځواکونه پر مخ روان دي. د هغه په وينا مهمه دا ده چې اوکرايني پوځيان مخ پر وړاندې ځي.

زېلينسکي دا خبرې تر هغه وروسته کړې دي چې په رسنيوو کې ځينو امريکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، د اوکراين د تهاجمي عملياتو د پرمختګ په کمزورۍ خفګان ښوولی وو.

روسیوو ځواکونو د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بریدونه پيل کړل. دوی په دې جګړه کې د اوکراين ګڼې سيمې نيولې خو اوکراينيو ځواکونو په دې وروستيوو کې ځيني ځايونه بیرته نيولي دي.

XS
SM
MD
LG