د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ په اسیا کپ کې سبا پاکستان له هند سره لوبېږي


د پاکستان او هند د سیاسي اختلافاتو له کبله د دې هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري. (انځور: ارشیف)
د پاکستان او هند د سیاسي اختلافاتو له کبله د دې هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د کرکټ لوبډله د سېپټمبر پر دویمه د اسیا کپ په لړ کې د هند له لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دا لوبه د سري لنکا په پالیکېلې په میدان کې له ځايي‌ وخت سره سم ماسپښین درې نیمې او د پاکستان له وخت سره سم ماسپښین دوه نیمې بجې پیل شي.

خو د موسم په اړه معلومات ورکوونکو ادارو وړاندوینه کړې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ په دې ۵۰ اووریزه لوبه کې ښايي‌ باران وشي.

زیاتره ادارو ښودلې چې په دې ورځ به هلته د باران ۹۰ فیصده امکان دی.

د باران وړاندوینه شوې ده
د باران وړاندوینه شوې ده

دا به د اګست پر ۳۰مه پیل شوي د ۲۰۲۳م کال د اسیا کپ درېمه لوبه وي. په لومړۍ لوبه کې پاکستان نیپال ته ماته ورکړې وه او په دویمه لوبه کې بنګله دېش له سري لنکا ماتې خوړلې وه.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د سېپټېمبر پر درېيمه د بنګلادېش پر وړاندې په لاهور کې ترسره کوي.

سږ کال د کرکټ په اسيا جام کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په یوه ډله کې پاکستان، هند او نيپال او په بله کې افغانستان، بنګلادېش او سري لنکا شامل دي.

له هرې ډلې به دوې لوبډلې دويم پړاو ته لاره پيدا کوي چې د سېپټېمبر پر شپږمه پېلېږي. د اسيا جام پايلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۷مه کېږي.

تېر کال (۲۰۲۲ز) د اسيا جام ۲۰ اووره سياليو په پايلوبه کې سري لنکا پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG