د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشیا کپ: پاکستان کرکټ لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه


د پاکستان او نیپال لوبډلې د لوبې یو منظر: انځور د اګست ۳۱مه، کال ۲۰۲۳
د پاکستان او نیپال لوبډلې د لوبې یو منظر: انځور د اګست ۳۱مه، کال ۲۰۲۳

پاکستان د کرکټ اسیا جام يو ورځنيو لوبو په لومړۍ سيالي کې نيپال ته په ۲۳۸ منډو ماتې ورکړه.

د اګست پر ۳۰مه په شوې لوبه کې پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوررونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نيپال ټوله لوبډله په ۲۴م اوور کې د ۱۰۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدله. د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم شو چې ۱۵۱ منډې يې جوړې کړې دي.

نن (د اګست په ۳۱مه) به سري لنکا او بنګلادېش له يو بل سره لوبېږي. دا سيالي به د پاکستان پر وخت ماسپښين ۲:۳۰ بجې او د افغانستان پر وخت ماسپښين دوې بجې تر سره کېږي.

د اسيا جام لوبې چې د اګست پر ۳۰مه پیل شوې، د سېپټېمبر تر ۱۷مې به په پاکستان او سري لنکا کې کېږي. سږ کال د کرکټ اسيا جام کې شپږ لوبډلې لوبېږي. پاکستان، هند او نيپال په يوه ډله کې دي، او افغانستان، بنګلادېش او سري لنکا په بلې هغې کې دي. له هرې ډلې به دوې لوبډلې دويم دور ته لاره پيدا کوي چې د سېپټېمبر پر شپږمه به پيلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG