د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا د اسیا کپ په دویمه لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د سریلنکا لوبډلې د ۱۶۴ منډو هدف په ۳۹ اوورنو کې د پنځو وکټو په سر پوره کړ.
د سریلنکا لوبډلې د ۱۶۴ منډو هدف په ۳۹ اوورنو کې د پنځو وکټو په سر پوره کړ.

د کرکټ د اسیا کپ په لړ کې د اګست پر ۳۱مه د سریلنکا لوبډلې بنګله دېش ته په پنځو وکټونو ماتې ورکړې ده.

د سریلنکا په پالې کېلې کې په تر سره شوې لوبه کې بنګله دېش تر پچې تر ګټلو وروسته لومړی د بیټنګ کولو پریکړه وکړه او مخالفې لوبډلې ته یې په ۴۳ اوورنو کې د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.

د سریلنکا لوبډلې دا هدف په ۳۹ اوورنو کې د پنځو وکټو په سر پوره کړ او د اسیا کپ دا دویمه لوبه یې وګټله.


د اسیا کپ د اګست پر ۳۰مه په پاکستان کې پیل شو او په لومړۍ لوبه کې پاکستان د نیپال لوبډلې ته ماته ورکړې وه . د افغانستان لومړۍ لوبه د سېپټمبر پر درېمه له بنګله دېش سره ده.

په اسیا کپ کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال ګډون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG