د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا د ايشيا کپ په فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړه


محمد رضوان د لوبې په مهال
محمد رضوان د لوبې په مهال

په شل اووریز ایشيا کرکټ کپ کې د سري لنکا لوبډلې په پايلوبه (فاینل) کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتله شوه.

د سپتمبر په يوولسمه په دوبۍ کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ سري لنکا وکړ او د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۷۰ رنزونه وکړل.

پاکستانۍ لوبډلې دا هدف پوره نه شو کړلی او په ټولو ۲۰ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۷ رنزونه وکړل. په دې توګه یې دا سیالي په ۲۳ رنزونه وبايلله. د سري لنکا راجاپکشې تر ټولو ډير ۷۱ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر لوبې وروسته، د سري لنکا لوبډلې مشر داسون شناکا وويل چې د لوبې د بریا وجه یې د لوبغاړو سخت محنت وو. هغه وويل چې په دې سیاليو کې له افغانستانه تر ماتې خوړلو وروسته یې په خپل پلان او لوبې ډير کار وکړ چې ښه نتيجه یې ورکړه.

پاکستاني لوبغاړي محمد رضوان وويل چې سري لنکا تر هغوی ښه لوبه وکړه ځکه یې لوبه وګټله. "يو وخت وو چې په ۵۸ رنزونو د سري لنکا ۵ لوبغاړي اوټ وو خو وروسته یې له مونږه لوبه يووړه. بيا یې په بالينګ کې هم زموږ بېټرز (توپ وهونکي) تر فشار لاندې وساتل.‌ همدا وجه وه چې موږ وبایلله."

تر دې مخکې د څلور غوره لوبډلو د سیالیو په پړاو کې هم سري لنکا، پاکستان ته ماتې ورکړې وه. د سپتمبر پر نهمه د پاکستان ټوله لوبډله په لومړي بیټېنګ کې د ۱۲۱ منډو په جوړولو سوځېدلې وه. په ځواب کې یې د سري لنکا لوبډلې په ۱۷ اوورنو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او په پینځو وېکټو یې سیالي وګټله.

د اېشیا کپ سیالۍ د اګست پر ۲۷مه پیل شوې وې چې پکې د پاکستان او سري لنکا تر څنګ د افغانستان، هند، بنګلادېش او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG