د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون استادانو پر وخت د تنخا نه ترلاسه کېدو ضد مظاهره کړې ده


د پېښور پوهنتون ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پېښور پوهنتون ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پېښور پوهنتون استادانو د تنخاګانو په ترلاسه کولو کې د ځنډ پرضد مظاهره کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې که مسله یې هواره نه شي نو پوهنتون تړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا هغه تاریخي پوهنتون له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او د تنخاګانو او تقاعد (پېنشن) لپاره اړینه پانګه نه لري.

ښوونکو د اګست ۲۳مې مظاهرې پر مهال پر مټو تورې پټۍ تړلې وې او د خپلو غوښتنو په حق کې یې نعرې وهلې.

د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې (پیوټا) مشر ډاکتر عزیز مشال راډیو ته وویل چې پر وخت تنخا نه ترلاسه کوي او که حکومت یې مسله هواره نه کړي نو په دوامداره ډول به پوهنتون وتړي.

خو د پېښور پوهنتون ویاند نعمان خان مشال راډیو ته وویل چې پوهنتون د چارو چلولو لپاره ۳۴۵ روپیو ته اړتیا لري البته پر غوښتنه سربېره ورته صوبايي او وفاقي حکومتونو لا هغه پیسې نه دي ورکړې.

د پېښور پوهنتون انتظامیې د روان کال د مې پر ۱۸مه هم د یوه لیک له لارې له صوبايي حکومته ۴۰۰ مېلیونه روپۍ غوښتې وه.

د پاکستان تحریک انصاف پخواني حکومت د لوړو زده کړو د څانګې بودیجه ۱۱ فیصده کمه کړې وه چې له کبله یې د پېښور پوهنتون کلنی بجټ هم له ۱۴ څخه ۱۲ اربه (مېلیارده) روپیو ته ښکته شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG