د لاسرسي ځای

تازه خبر

يونېسېف وايي د پاکستان څلور ميليونه ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نلري


د يونېسېف د اټکل له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کې اته ميلیونه وګړي پاکې اوبه نلري. پخوانۍ انځور
د يونېسېف د اټکل له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کې اته ميلیونه وګړي پاکې اوبه نلري. پخوانۍ انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونېسېف ويلي چې د پاکستان په سېلاب ځپلو سيمو کې نېږدې څلور ميليونه ماشومان د څکلو د پاکو اوبو په ګډون نورو بنيادي اسانتياوو ته اړتيا لري.

سازمان د اګست پر ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د سېلاب ځپلو د بحالۍ هلې ځلې د مالي وسایلو د کمښت له کبله ټکنۍ شوې دي. سازمان زیاتوي چې له سېلاب ځپلو ماشومانو سره يې د مالي مرستو لپاره د څه باندې ۱۷۳ ميليونو ډالرو غوښتنه کړې وه چې پکې ورته تر دې دمه يوازې ۵۷ فيصده تر لاسه شوې دي. د يونېسېف د اټکل له مخې په سېلاب ځپلو سيمو کې اته ميلیونه وګړي پاکې اوبه نلري.

په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال د جون له نیمايي څخه تر اګست پورې بارانونو او سېلابونو لوی زیانونه واړول. د هغه هېواد حکومت وايي چې سېلابونو پاکستان ته د شاوخوا ۳۰ اربه امریکايي ډالرو تاوان اړولی دی.

تر ټولو زیات زیان سيند صوبې ته رسېدلی وو چې پکې د چارواکو په وينا تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۲ميليونه زیات بیا اغېزمن شوي ول.

پاکستان او نړيوال دې له سیلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرستې زیاتې کړي.
عبدالله فادل

د طبعي ناورینونو په وړاندې د مبارې ادارې د سيند صوبې مشر سلمان شاه د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د بیا ودانۍ کارونه لاهم روان دي.

د ده په خبره، سېلابونو تر ۲۵ زره زیات سکولونه، تر ۳۰ زره زیات روغتيايي مرکزونه، نېږدې یو مليون کورونه په بشپړه او شپږ لکه يې په جزوي توګه ويجاړ کړي ول او د دې ترڅنګ پر یوه نیم ميليون هېکټره ولاړ فصلونه هم تباه شوي ول.

سېلابونو په خيبر پښتونخوا کې هم زیانونه اړولي ول. د صوبې د طبعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ۲۰۲۲ز کال د رپورټ تر مخې سېلابونو تر ۱۳ زره زیات څاروي وژلي ول او تر ۶۰ زره جریبه زیاته زرعي مځکه زیانمنه کړې وه چې له کبله يې کروندګرو ته څه دپاسه ۹ اربه روپۍ مالي تاوان رسېدلی وو.

د ادارې مشر جنت ګل اپریدي د اګست پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د سېلاب ځپلو ماشومانو او ښځو سره د مرستو لپاره ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.

سېلابونو په ميليونونو خلک بېکوره کړي ول. د ۲۰۲۲ز کال انځور
سېلابونو په ميليونونو خلک بېکوره کړي ول. د ۲۰۲۲ز کال انځور

هغه زیاته کړه:( د ښځو اوماشومانو د ساتنې او مرستو لپاره د پي ډي ايم اې په دفتر کې د نړيوالو ادارو او يونېسېف په مرسته يوه ځانګړې څانګه جوړه شوې ده، زموږ لومړۍ توجو په دې وي چې ښځې او ماشومان له سمدستي خطره وژغورو. د صوبې په هره ضلعه کې مو هم دا ډول مرکزونه جوړ کړي دي)

په پاکستان کې د یونېسېف مشر عبدالله فادل په خبر پاڼه کې د پاکستان په حکومت او نړيوالو غږ کړی چې د سیلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرستې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG