د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډنمارک وایي د سپیڅلو کتابونو د سپکاوي د مخنيوي لپاره قانون جوړوي


په ډنمارک کې د قران د نسخو سوزونې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې غبرګونونه پارولي ـ د جولای ۲۴مې انځور.
په ډنمارک کې د قران د نسخو سوزونې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې غبرګونونه پارولي ـ د جولای ۲۴مې انځور.

د ډنمارک حکومت وایي، د داسې قانون جوړولو وړاندیز یې کړی دی چې تر مخې یې په هغه هېواد کې سپیڅلو کتابونو ته سپکاوی يو غیر قانوني ګام وګرځي.

د ډنمارک انصاف وزیر پېټر هیومیلګارډ د اګست پر ۲۵ مه د دې هېواد په مرکز کوپنهېګن کې خبرې غونډې ته وويل چې په نړۍ کې ډنمارک ته داسې کتل کېږي چې ګواکې د نورو هېوادونو کلتورونو، مذهبونو او دودونو د سپکاوي زمينه برابروي.

د ډنمارک ښي اړخه مرکزپاله حکومت په دې لټه کې دی چې په دې هېواد کې له وړاندې د بهرنيو هېوادونو د بېرغونو پر سوځولو موجود بنديز وغځوي او دا راز له هغو ځانګړو مذهبي شيانو سره د نامناسبه چلند مخه هم ونيسي چې د يوې مذهبي ټولنې لپاره د خاص اهميت وړ وي.

د دې پلان شوي قانون له مخې به هغه کسان جرمانه کېږي او یا به تر دوو کلونو پورې د قېد سزا ورکول کېږي، چې قران کریم یا بايبل سره نامناسب چلند وکړي.

په سویډن، ډنمارک او ناروې کې د قران سوځولو اجازه شته ځکه چې په هغو هېوادونو کې قانون د بیان د ازادۍ د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

په ډنمارک کې سږکال په جولای او تر دې شاوخوا یوه میاشت مخکې د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په ډېریو اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG