د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو په سویډن کې د قران سوځونې پېښه غندلې


د سویډن د پېښې ضد په پېښور کې مظاهرین د سویډن بیرغ سوځوي ـ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۴مې انځور.
د سویډن د پېښې ضد په پېښور کې مظاهرین د سویډن بیرغ سوځوي ـ د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ ۲۴مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي، په سویډن کې د قران سوځول کېدو پېښې سخت خفه کړی او وېرولی دی.

نوموړي بېګا (د جون پر ۲۹مه) پر ټویټر لیکلي چې داسې پېښې په څرګنده توګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

شهباز شریف زیاته کړې چې دا په ښکاره په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو ځورول دي. د ده په وینا، د دې کړنې غندلو لپاره ورسره ټکي نشته.

نوموړي ویلي چې هر چا دا کار کړی، هغوی د ټولو شریکو انساني اقدارو ته سپکاوی کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس په مبینه توګه د قران پاڼې څیرلې او سوځولې دي.

د نړۍ په یو شمېر اسلامي هیوادونو کې د دې عمل غندنه شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په هغه پېښه سخت غبرګون ښودلی دی. د وزرات ویاند عبدالقهار بلخي د جون پر ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې د بیان د ازادۍ په پلمه هغسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.

د سویډڼ پولیسو په څو ځله د مسلمانانو ضد احتجاج کوونکو ته د مظاهرو له اجازت ورکولو انکار کړی خو عدالت هغوی ته ویلي چې څوک له احتجاج کولو ګرځول د بیان ازادۍ حق تر پښو لاندې کول دي.

XS
SM
MD
LG