د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې د ونې پرې کولو پر سر نښته کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي دي


پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۲۵مه په مانېرۍ کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۲۵مه په مانېرۍ کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ونې پرې کولو په سر په جګړه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د صوابۍ پولیسو ویلي دي چې پېښه د اګست پر ۲۵مه په کوزه مانېرۍ کې شوې ده.

د مانېرۍ تاڼېدار منصف خان مشال راډیو ته وویل، دواړو خواوو له یوې مودې راهیسې په سیمه کې د ځمکې لانجه لرله او د جمعې پر ورځ چې په لانجمن ځای کې یوه ونه وهل شوې وه نو د دواړو لوریو کسانو پر یو بل ډزې وکړې چې پکې د یوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل شول او د بلې یو غړی ژوبل شو.

د ده په خبره، په پېښه کې یې د ککړتیا په تور یو کس نیولی او د نورو لټون روان دی.

تر دې مخکې هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو لانجو پر سر په نښتو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

سږ کال په جولای کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر پیدا شوې نښته تر شپږو ورځو وغځیده او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG