د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د مذهبونو ترمینځ د همغږۍ غونډه جوړوي


په کراچۍ کې عیسویان د جړاوالا پېښې ضد مظاهره کوي - د اګست ۱۷مې انځور.
په کراچۍ کې عیسویان د جړاوالا پېښې ضد مظاهره کوي - د اګست ۱۷مې انځور.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې لږکي له بریدونو سره مخامخ دي، وفاقي حکومت راتلونکې اوونۍ د مذهبونو ترمینځ د همغږۍ پر موضوع ملي غونډه جوړوي.

دا پرېکړه د اګست پر۲۲مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د نګرانې کابینې په غونډه کې شوې. د پاکستان لنډمهالي حکومت اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې غونډې ته دې د بېلابېلو ادیانو او فرقو عالمان وروبولي.

د پاکستان دولتي راډیو له راپور سره سم، وزیراعظم په غونډه کې جړاوالا ته د خپل سفر په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې د اقليتونو تحفظ یې لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۶ مه د پنجاب د فیصل اباد په جړاوالا کې بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور د عیسویانو یوشمېر کلیساوې او کورونو وسوځول.

د فیصل اباد د انتظامیې له اټکل سره سم، په هغو بریدونو کې ۲۲ عبادتځایونو او ۹۱ کورونو ته زیان رسېدلی دی.

بلخوا د پاکستان د لږکیو اېتلاف (ماینارېټیز الاینس پاکستان) ویلي چې دولت په جړاوالا کې د عیسویانو په ساتنه کې "په بشپړه توګه" پاتې راغلی دی.

د ټولنې مشرانو د اګست پر ۲۱مه د فیصل اباد د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې لږکیو تل د هېواد په پرمختګ کې کردار ادا کړی خو رياست له ۱۹۴۷ز کال راهیسې د هغوی له بنيادي حقونو انکار کړی دی.

د پاکستان اوسني حکومت د هغه اېتلاف څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو لنډمهالي وزیراعظم د جړاوالې د پېښې پر ورځ په بیان کې ویلي ول چې دولت ټولو وګړو ته مساوي نظر کوي او د بلوې د پلټنو او پکې یې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غږ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG