د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات او نیو زیلینډ نن د کرکټ درېیمه ۲۰ اووره سیالي لري


د متحده عربي اماراتو لوبډله د نیو زیلینډ بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اګست ۱۹مې انځور.
د متحده عربي اماراتو لوبډله د نیو زیلینډ بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اګست ۱۹مې انځور.

د متحده عربي اماراتو او د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د دوبۍ د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د اګست ۲۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې کوربه لوبډلې د اګست پر ۱۹مه په دویمه سیالۍ کې نیو زیلینډ ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو لوبلړۍ مساوي کړه.

د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې لومړی بیټېنګ نیو زیلینډ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړې.

په ځواب کې متحده عربي اماراتو هدف د درو لوبغاړو په زیان په ۱۶م اوور کې پوره کړ.

د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړۍ ۲۰ اووره سیالي نیو زیلینډ ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG