د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ یو پخوانی هندی لوبغاړی د ملي لوبډلې روزونکي په توګه ټاکلی دی


د افغانستان ملي لوبډلې غړي تر یوې سیالۍ مخکې - پخوانی انځور.
د افغانستان ملي لوبډلې غړي تر یوې سیالۍ مخکې - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ بورډ د هند یو پخوانی لوبغاړی د ملي لوبډلې د توپوهونې یا بیټېنګ د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرکټ بورډ د اګست پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې ملاپ پردیپکمار مېوادا یې د اوږدې مودې لپاره د لوبډلې د توپوهنې روزونکی مقرر کړی دی.

بورډ وايي، نوموړي د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درو یو ورځنیو سیالیو د چمتووالي لپاره په سري لنکا کې له افغان لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

مېوادا هېڅ نړیواله سیالي نه ده ترسره کړې خو یوازې د هند فرسټ کلاس او لېسټ الف یا اې په لوبډلو کې یې لوبه کړې ده.

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اګست پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په سري لنکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اګست پر نهمه ویلي دی چې د یادو سیالیو لپاره یې د ښه چمتوالي په موخه لوبډله د تمرین لپاره سري لنکا ته استولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG