د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان پر وړاندې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه 


د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - پخوانی انځور.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - پخوانی انځور.

پاکستان د افغانستان پر وړاندې راتلونکو ۵۰ اووره سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ د اګست پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د افغانستان پر وړاندې به یې ۱۸ کسیزه لوبډله سري لنکا ته سفر کوي او بیا به د اسیا جام په سیالیو کې ۱۷ کسیزه لوبډله برخه واخلي.

په اعلان شوې لوبډله کې بابر اعظم (لوبډلمشر)، محمد رضوان، عبدالله شفیق، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث رووف، افتخار احمد، امام الحق، محمد حارث، محمد نواز، محمد وسیم، نسیم شاه، سلمان اغا، سعود شکیل، شاداب خان، شاهین شاه اپرېدی، طیب طاهر او اسامه میر شامل دي.

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د اګست پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه په سري لنکا کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د اګست پر نهمه ویلي دی چې د یادو سیالیو لپاره یې د ښه چمتوالي په موخه لوبډله د تمرین لپاره سري لنکا ته استولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG