د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان عدالت د ۶۵ ماشومانو وژنې په تړاو پر ۲۱ کسانو مقدمه پيل کړې


د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د سترې محکمې وداني ـ پخوانی انځور.
د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د سترې محکمې وداني ـ پخوانی انځور.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یو عدالت د هندي درملو له امله د ۶۵ ماشومانو وژل کېدو په تړاو د ۲۱ کسانو پرضد عدالتي اورېدنه پېل کړې ده.

دا ماشومان د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د یوې هندي کمپنۍ له خوا د جوړې کړې دوا خوړلو له امله وژل شوي ول.

د ازبکستان ستر عدالت په يو بیان کې ويلي چې مقدمه د اګست پر ۱۱مه پیل شوې ده.

په تورنو کسانو کې د درملو د معیار د کتنې او د ساینسي مرکز پخواني هغه لوړ پوړي ازبک چارواکي هم شامل دي چې د درامد شويو طبي توکو د معیار مسؤلیت یې درلود.

د دې تر څنګ په تورنو کسانو کې د دغه شربت جوړولو د درملو د هندي کمپنۍ ماریون بایوټیک او د ازبک کمپنۍ قرامکس طبي کمپنۍ ځینې چارواکي هم شامل دي.

پر هغو کسانو د مالیې پټولو ، د بې کیفیته یا جعلي درملو خرڅولو، له دفتره ناوړه ګټه اخیستنه، غفلت، جعلسازي او رشوت تورونه دي.

د ازبکستان سپریم کورټ د اګست پر ۱۱مه وویل چې د وژل شویو ماشومانو ټول شمېر ۶۵ دی.

تر دې مخکې ازبکستانیو چارواکو ویلي ول چې د ماریون بایوټېک په نوم د هند د دواګانو جوړولو شرکت د زکام شربت استعمالولو له کبله ۲۰ ماشومان مړه شوي ول.

د هغه هېواد پلټونکو په فبرورۍ کې د ازبکستان د دواګانو دولتي ادارې مشر سردار کاریېف او د هغه یوشمېر ټیټ رتبه کارکوونکي د مالي درغلۍ، اداري فساد او هېواد ته د ټیټ کیفیته دواګانو د درامدولو (واردولو) په تور نیولي ول.

هغه مهال تاشقند په هېواد کې د ماریون بایوټېک د ټولو شیانو خرڅلاو هم ځنډولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG