د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې ۳ تنه وژل شوي دي


چارواکي وايي نښته د کوټې پر سریاب سړک شوې ده.
چارواکي وايي نښته د کوټې پر سریاب سړک شوې ده.

په کوټه کې د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر نواب اسلم ريیساني وراره هارون ريیساني په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

پولیسو مشال راډیو ته ويلي چې د اګست پر دویمه پر سرياب سړک د بلوچستان د خوړو ادارې د مشر هارون رییساني او د ټرانسپورټر میر دولت لهړي د ډلو ترمینځ ډزې وشوې چې پکې رییساني، د لهړي زوی میر براهمداغ لهړی او د لېویز ځواک یو سرتېری ووژل شول.

د کوټې روغتون ډاکټران وايي، په پېښه کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي.

د اګست پر درېیمه د هارون رییساني مړی له کوټې څخه ۶۰ کېلومیټره لیرې په کانک سیمه کې خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او د لهړي جنازه په کوټه کې شوې ده.

چارواکي وايي، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

خو د بلوچستان د خوړو چارو ادارې مشر نعیم بازي د اګست پر درېیمه مشال راډيو ته وویل چې هارون رییساني د اګست پر دویمه د میر دولت لهړي د بسونو له اډې سره نېږدې یو دوکاندار ۱،۵۰۰ روپۍ جرمانه کړی وو.

دی وايي، تر هغې وروسته د لهړي کسان هلته ورغلل او نښته وشوه.

بازی زیاتوي چې پولیسو ته یې د خپلې ادارې له لوري د پېښې مقدمې درجولو درخواست ورکړی دی او پکې راغلي چې رییساني د سرکاري دندې ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.

اخوا د کوټې د سریاب تاڼې پولیس وايي چې تر اوسه په نښته کې ښکېلو خواوو ورسره د مقدمې کښلو لپاره رابطه نه ده کړې.

د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پر پېښه خپګان ښوولی دی او په یو بیان کې یې پولیسو ته امر کړی دی چې په ۲۴ ساعتونو کې دې ورته خپل رپورټ وسپاري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG